Kabulافغانستانامنیتپښتو

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه څه باندې درې سلنه لوړه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-14 05:24:38🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د نړۍ په بازارونو کې د نن ورځې په راکړه‌ورکړه کې، د سعودي عربستان د نفتو د یوه مهم پایپ‌لاین د فعالیت له درولو او د نفتو د عرضې د ګډوډېدو په اړه د اندېښنو له ډېرېدو وروسته، د تېلو بیه څه باندې درې سلنه لوړه شوې ده. رویټرز راپور ورکړی چې د نن سهار په راکړه‌ورکړه کې، د برنټ نفتو د قراردادونو بیه ۳.۱ سلنه لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۱۰۷.۸۲ ډالرو ته ورسېده؛ د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۳.۲ سلنه لوړه شوه او هر بېرل یې ۱۰۳.۲۲ ډالرو ته ورسېد. د تېلو بیه په داسې حال کې لوړه شوې چې سعودي عربستان د دغه هېواد پر «ختیځ–لوېدیځ» پایپ‌لاین د بې‌پیلوټه الوتکو له برید وروسته د هغه فعالیت په موقتي ډول درولی دی. سعودي چارواکو ویلي، دغو بې‌پیلوټه الوتکو له عراقه الوتنه کړې وه او د ریاض او مدینې په سیمو کې یې د پایپ‌لاین ځینې برخې په نښه کړې دي. دغه پایپ‌لاین د سعودي له ختیځ څخه د سره سمندر پر غاړه ینبع بندر ته تېل لېږدوي او له هرمز تنګي پرته د تېلو د صادراتو زمینه برابروي. د رویټرز د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د دغه پایپ‌لاین له لارې هره ورځ شاوخوا څلور تر پنځه میلیونه بېرله نفت لېږدول کېدل چې د نړۍ د نفتو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-14 05:24:38

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه څه باندې درې سلنه لوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 09:53:47

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه څه باندې درې سلنه لوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button