زرنج (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د نیمروز چارواکي وايي، ۱۹ هېوادوال چې غوښتل یې پر ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي، د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ اړوند د مارګو دښته کې د موټر له خرابېدو وروسته ورک شوي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات دوام لري. د نیمروز ولایت د مقام ویاند مولوي عبدالمتوکل توحیدي پژواک ته وویل، ۲۰ هېوادوال څو ورځې مخکې د ناقانونه کډوالۍ په موخه ایران ته روان وو خو موټر یې په مارګو دښته کې تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه. هغه زیاته کړه، موټرچلوونکی له یوه مسافر سره د اوبو، مرستې او موټر د ترمیم لپاره د وسایلو راوړلو په موخه له سیمې تللي وو، خو نور مسافر هم د سختو دوړو له امله هلته نه دي پاتې شوي او د ځان ژغورنې لپاره بېلابېلو لورو ته خوځېدلي دي. توحیدي وویل: «موټرچلوونکي له یوه مسافر سره ویلي وو چې دلته نږدې یو کلی دی؛ ځو اوبه او د موټر د ترمیم وسایل راوړو. هغه ورځ دوړې ډېرې سختې وې او مسافرو یې توان ونه درلود چې پاتې شي، هر یو د ځان ژغورنې لپاره د شاوخوا کلیو پر لور خوځېدلي وو، کله چې دغه دوه کسان بېرته راغلل، هیڅ یو مسافر یې پیدا نه کړ.» هغه زیاته کړه، د دغو کسانو موټر له دې مخکې هم په لاره کې دوه ځلي خراب شوی…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د نیمروز په مارګو دښته کې د ۱۹ کسانو ورکېدل؛ د لټون عملیات دوام لري
سرچینې
Afghan sources
د نیمروز په مارګو دښته کې د ۱۹ کسانو ورکېدل؛ د لټون عملیات دوام لري