Summary: د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت د جنرال قونسلګرۍ په فرهنګي تالار کې نن د مرکزي دفتر د مسوول مفتي عبدالمنان ثاقب په مشرۍ د افغان لوري او د ايران د فردوسي پوهنتون د نړیوالو چارو له مرستیال ډاکټر کفاشییان ترمنځ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د هرات پوهنتون او د فردوسي پوهنتون په کچه د علمي او اکاډمیکو ناستو د جوړولو په اړه خبرې وشوې. په ناسته همدارنګه د کابل او تهران ترمنځ دیني، مذهبي، ژبنیو، تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو ته په کتو ټینګار وشو، چې د دواړو مسلمانو او دوستي هېوادونو ترمنځ باید په علمي، فرهنګي او تاریخي برخو کې لا ډېرې هڅې وشي، څو د دواړو ملتونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او لا ډېره همغږي، یووالی او متقابل تفاهم رامنځته شي. ورته مهال ښاغلي ثاقب ژمنه وکړه، چې د نننۍ ناستې په اړه به ډېر ژر د هرات پوهنتون له مشرتابه سره خبرې وکړي او ژمنه يې وکړه، چې په دې تړاو به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. په همدې حال کې ډاکټر کفاشییان هم ژمنه وکړه، چې د قونسلي چارو او نړیوالو اړیکو په برخه کې به افغان محصلینو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو د لا ښه رسېدنې لپاره، د تېر په پرتله لا ډېرې هڅې وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د هرات پوهنتون او د مشهد د فردوسي پوهنتون د استادانو ترمنځ ګډه علمي ناسته جوړېږي
سرچینې
Afghan sources
د هرات پوهنتون او د مشهد د فردوسي پوهنتون د استادانو ترمنځ ګډه علمي ناسته جوړېږي