کابل (پژواک) – د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کمعمره ملي لوبډلې غړي د ۲۰۲۶ کال په نړیوال فسټیوال کې د ګډون په موخه له کابل څخه اذربایجان ته روان شوي دي. د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې دغه لوبډله نن (پنجشنبه) اذربایجان ته روانه شوې ده. د یادونې ده چې دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري جوړېږي چې موخه یې د نړیوالو سیالیو لپاره د فرصتونو برابرول او د فوټبال د ځوانو استعدادونو وده ده. په دغه فسټیوال کې به د فیفا د شاوخوا ۱۹۰ غړو فدراسیونونو استازي ګډون وکړي. دغه سیالۍ د اکټوبر په ۲۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۳۰مې به دوام وکړي.
Quick facts
LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-22 04:40:08
Timeline
-
Pajhwok
د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کمعمره ملي لوبډله اذربایجان ته روانه شوه
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-22 09:07:14
د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کمعمره ملي لوبډله اذربایجان ته روانه شوه