KabulSportsافغانستانپښتو

د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله اذربایجان ته روانه… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-22 04:40:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې غړي د ۲۰۲۶ کال په نړیوال فسټیوال کې د ګډون په موخه له کابل څخه اذربایجان ته روان شوي دي. د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې دغه لوبډله نن (پنجشنبه) اذربایجان ته روانه شوې ده. د یادونې ده چې دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري جوړېږي چې موخه یې د نړیوالو سیالیو لپاره د فرصتونو برابرول او د فوټبال د ځوانو استعدادونو وده ده. په دغه فسټیوال کې به د فیفا د شاوخوا ۱۹۰ غړو فدراسیونونو استازي ګډون وکړي. دغه سیالۍ د اکټوبر په ۲۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۳۰مې به دوام وکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-22 04:40:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله اذربایجان ته روانه شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 09:07:14

د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله اذربایجان ته روانه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button