Summary: د عامې روغتیا وزارت له لوري د وزیر محمد اکبر خان د تخصصي او ثالثي روغتون د نیمګړې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو معين قاري عبدالولي صدیقي وویل چې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د یوې څلور پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نیمګړې پاتې وې؛ د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بیا پیل شوې. هغه زياته کړې چې په دې ودانۍ کې به مجهزې عملیات خونې، پرمختللې تشخیصیه څانګه او معیاري بسترونه فعال شي چې په فعالیت سره به یې د روغتون روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته به لا غوره او معیاري روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي. ټاکل شوې ده چې د ياد روغتون د جوړولو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د وزیر محمد اکبر خان د تخصصي او ثالثي روغتون د جوړولو چارې بیا پیل شوې
Sources
Afghan sources
د وزیر محمد اکبر خان د تخصصي او ثالثي روغتون د جوړولو چارې بیا پیل شوې