Healthافغانستانپښتوغور

د وزیر محمد اکبر خان د تخصصي او ثالثي روغتون د جوړولو چارې… — Bakhtar

روان خبرHealthغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-03 00:29:55🎙 راډیو واورئ

Summary: د عامې روغتیا وزارت له لوري د وزیر محمد اکبر خان د تخصصي او ثالثي روغتون د نیمګړې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو معين قاري عبدالولي صدیقي وویل چې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د یوې څلور پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نیمګړې پاتې وې؛ د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بیا پیل شوې. هغه زياته کړې چې په دې ودانۍ کې به مجهزې عملیات خونې، پرمختللې تشخیصیه څانګه او معیاري بسترونه فعال شي چې په فعالیت سره به یې د روغتون روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته به لا غوره او معیاري روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي. ټاکل شوې ده چې د ياد روغتون د جوړولو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-03 00:29:55

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د وزیر محمد اکبر خان د تخصصي او ثالثي روغتون د جوړولو چارې بیا پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-02 15:55:06

د وزیر محمد اکبر خان د تخصصي او ثالثي روغتون د جوړولو چارې بیا پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button