Economyافغانستاندری

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-13 18:37:13🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. باختر اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ يادې غونډې ته د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د قیمتونو ټاکلو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې او تائید شوی دی. د راپور پر اساس، د لومړۍ کټګورۍ ولایتونو لپاره د صنعتي پارکونو د هر مترمربع ځمکې قیمت ۱۵۰ افغانۍ، د دویمې کټګورۍ ولایتونو لپاره ۱۰۰ افغانۍ او د درېیمې کټګورۍ ولایتونو لپاره ۵۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. همدا رنګه، د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ لمريز کال د وروستیو شپږو میاشتو راپور وړاندې او تائید شوی دی. د راپور له مخې، د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ لمريز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد د داخلي بازارونو د وضعیت له ارزونې وروسته پر هغو وارداتي توکو په تدریج سره تعرفه زیاته کړې، چې هغه په کور دننه تولید او د داخلي بازارونو اړتیا پوره کولی شي. اقتصادي کمېسیون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صنعت د پياوړتیا او ځان بسیاینې ته د نږدې کېدو په موخه د تعرفې کمېټې فعالیتونه ستایلي او پرېکړه یې کړې چې په بازارونو کې د قیمتونو د کنټرول کمېټه دې هم خپل مسئولیت په جدي ډول ترسره او وخت پر وخت دې راپور د تعرفې کمېټې له لارې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې، د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې شوې دي. هېره دې نه وي چې يادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر ته استول شوې دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-13 18:37:13

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-13 13:51:52

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button