Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ د اساسي بیارغونې چارې ارزولې دي. د ټولګټو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمد عیسی ثاني، د یادې لوې لارې اړوند د ۹ پلونو د اساسي بیارغونې له چارو څخه چې د دوشي پُل په ګډون ۷ پلونه د جنوبي سالنګ اړوند او پاتې ۲ پلونه د شمالي سالنګ اړوندو سیمو کې موقعیت لري؛ هم لیدنه او لارښوونه یې وکړه چې د دغو پلونو چارې دې ژر تر ژره بشپړې شي.هغه د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د چارو د چټکتیا او غوره ترسره کېدو په اړه لازمې لارښوونې کړې او ټینګار یې کړی چې د یادې لویې لارې د پلان شویو برخو چارې دې د ژمې تر را رسیدو مخکې بشپړې کړي.د قراردادي شرکتونو مسئولینو هم ډاډ ورکړی چې د یادو پروژو چارې به په غوره کیفیت او د پلان له مخې په ټاکلې موده کې ترسره کړي.د یادونې وړ ده چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې ( کانکرېټ اچونې، قیر اچونې، د پلونو، پلګوتو، استنادي دېوالونو او ځینو نورو مصنوعي ساختمانونو) چارې اوسمهال د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه
منابع
Afghan sources
د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه