Politicsافغانستانبلخپښتو

د ټولګټو وزیر په کندز کې د یو شمېر پروژو کاري بهیر وارزاوه — Bakhtar

روان خبرPoliticsبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-23 01:23:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې، د سمنګان – بلخ نوې جوړېدونکې ټولپلازا له ټاکل شوې ساحې او د کندز ولایت له یو شمېر تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه کړې ده. د ټولګټو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمد عيسى ثاني، له ایرګنک مسیر څخه لیدنه او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یاد مسیر د پاتې برخو رغنیزې چارې دې پیل کړي. هغه دغه راز د کندز – دشت ارچي سړک او د ساتنې او څارنې له یو شمېر پروژو څخه د لیدنې پرمهال د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د چارو د چټکتیا، د رغنیزو چارو پر مهال د تخنیکي او ساختماني معیارونو د رعایت، د کیفیت د تأمین او د معیاري ساختماني موادو د کارولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي. هېره دې نه وي چې د ټولګټو وزیر د کندز د ټولګټو ریاست له بېلابېلو مدیریتونو او د یاد ولایت له فعاله تلو څخه هم لیدنه کړې او اړوندو کارکوونکو ته یې د خپلو مسئولیتونو ترسره کولو پر مهال د اخلاص، صداقت، ژمنتیا او د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزناک ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-23 01:23:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ټولګټو وزیر په کندز کې د یو شمېر پروژو کاري بهیر وارزاوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-22 14:24:46

د ټولګټو وزیر په کندز کې د یو شمېر پروژو کاري بهیر وارزاوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button