د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې له دې ډلې نږدې درې میلیونه کسان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، د ستنو شویو کسانو له امله د افغانستان نفوس څه باندې ۱۰ سلنه زیات شوی او پر کورونو، کاري فرصتونو او عامه خدمتونو یې فشار راوستی دی. دغه سازمان ویلي، ښځې او نجونې د ستنو شویو کسانو شاوخوا نیمايي او ماشومان نږدې ۸۲ سلنه جوړوي. د ملګرو ملتونو په وینا، ښځې او نجونې تر هر څه وړاندې سرپناه ته اړتیا لري او نغدي مرستې، زدهکړې، کاري فرصتونه او ملاتړي خدمتونه د دوی له مهمو اړتیاوو څخه دي.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
ملګري ملتونه: په درېیو کلونو کې ۶.۵ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
Sources
External sources
ملګري ملتونه: په درېیو کلونو کې ۶.۵ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي