د ګلاسګو په کامن وېلت لوبو کې ګډون کوونکي ځینې لوبغاړي بې درکه شوي او د خپلو لوبډلو له نورو غړو سره بېرته خپلو هېوادونو ته نه دي ستانه شوي. د سکاټلنډ پولیسو په وینا، د لوبو له پای ته رسېدو وروسته د یکشنبې په ورځ راپورونه ترلاسه شوي چې د یو شمېر لوبغاړو درک نه لګېږي. د پاکستان ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، سوک وهونکی (باکسر) قدرت الله له خپلو نورو ملګرو سره پاکستان ته په ستنېدونکې الوتکه کې نه دی سپور شوی. چارواکي چې کله د هغه د موندلو لپاره ورغلل، په خپله خونه کې یې هم ونه موند. بلخوا د پاکستان سوکوهنې فدراسیون یوه چارواکی وايي، چې نوموړی د ټاکل شوي مهالوېش له مخې بېرته نه دی ستون شوی، خو دوی هیله لري چې د ویزې د مودې له پای ته رسېدو مخکې پاکستان ته ستون شي. بي بي سي د دې موضوع په اړه د پاکستان د سپورټس بورډ له عمومي رئیس یاور حسین څخه د دریځ پوښتنه وکړه، هغه وویل چې د دې قضیې د څېړنې لپاره یو تحقیقاتي کمېسیون جوړ شوی او راپور به یې په درېیو ورځو کې خپور شي. تر اوسه پورې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې قدرت الله د هغو نورو پاکستاني لوبغاړو سره هېواد ته نه دی ستون شوی چې د کامن وېلت لوبو لپاره استول شوي وو. په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
د پاکستاني سوکوهونکي قدرت الله په ګډون یو شمېر لوبغاړي له کامن وېلت لوبو وروسته بې درکه شوي – BBC News پښتو
منابع
External sources
د پاکستاني سوکوهونکي قدرت الله په ګډون یو شمېر لوبغاړي له کامن وېلت لوبو وروسته بې درکه شوي – BBC News پښتو