Newsافغانستانپښتو

د پشه‌یي ژبې د الفبا د اصلاح او تصویب خبرتیا — Bakhtar

روان خبرNews1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-22 20:12:19🎙 راډیو واورئ

Summary: ‏د پشه‌یي ژبې د الفبا د اصلاح او تصویب په اړه د افغانستان علومو اکاډمۍ خبرتیا! د افغانستان د علومو اکاډمي په ویاړ سره هېوادوالو ته خبر ورکوي چې افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ ټاټوبی او د بېلابېلو آریایي ژبو او بډایه فرهنګونو کور دی. د هېواد هر قوم د خپلې ژبې او شفاهي ادبیاتو له لارې د افغانستان د فرهنګي تنوع او ملي شتمنۍ په بډاینې کې ارزښتناک رول لوبولی دی. پشه‌یي ژبه چې د هېواد له لرغونو او آریایي ژبو څخه شمېرل کېږي او د زرګونو هېوادوالو د اړیکو او فرهنګ ژبه ده؛ د فرهنګیانو، لیکوالانو، څېړونکو، ویونکو او لوستو کسانو د غوښتنې او د علمي اړتیاوو پر اساس، د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي او مسلکي اصولو په رڼا کې د متخصصو پوهانو د کمیسیون له لارې د پشه‌یي ژبې الفبا له سره وڅېړله؛ اصلاح یې کړه او له لازمې علمي ارزونې وروسته یې د هېوادوالو د استفادې لپاره وړاندې کړه.‏هیله ده چې د پشه‌یي ژبې ټول لیکوالان، څېړونکي، ښوونکي، رسنۍ او نور کاروونکي له دې اصلاح شوې الفبا څخه په خپلو علمي، فرهنګي او تعلیمي فعالیتونو کې ګټه واخلي؛ څو د دغې لرغونې ژبې د معیاري کېدو، ودې او لا پراختیا لپاره ګډ او اغېزناک ګامونه پورته شي.‏د پشه‌یي ژبې د الفبا مکمل فایل په لاندې لینک کې تعقیب کړئ:www.asa.gov.af/ps

لنډ معلومات

موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 20:12:19

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د پشه‌یي ژبې د الفبا د اصلاح او تصویب خبرتیا

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-22 10:44:30

د پشه‌یي ژبې د الفبا د اصلاح او تصویب خبرتیا

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button