Kabulافغانستانامنیتدری

د پولنډ پولیسو ۱۵ افغان کډوال نیولي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-04 15:31:37🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د پولنډ سرحدي پولیسو ویلي چې د لیتوانیا له پولې دغه هېواد ته د «ناقانونه» ننوتو د هڅې پر مهال یې ۵۴ کډوال چې ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي، نیولي دي. د پولنډ سرحدي پولیسو پرون (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په نیول شوو کډوالو کې ۱۵ افغانان، ۳۰ پاکستانیان او ۹ د بنګله‌دېش اتباع شامل دي. د پولنډ د پولیسو خبرپاڼه کې راغلي: «د پولنډ او لیتوانیا له پولې د ناقانونه را اوښتو هڅه شنډه شوه؛ د ۵۴ کډوالو یوه ډله چې غوښتل یې پولنډ ته راشي، ونیول شوه.» د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان به د اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته بېرته لیتوانیا ته واستول شي. د پولنډ سرحدي پولیسو څرګنده کړې چې دغه عملیات د سرحدي ځواکونو او د دغه هېواد د مالیې او ګمرک ملي ادارې د مامورینو په همکارۍ ترسره شوي دي. د پولنډ پولیسو د سرحدي امنیتي تدابیرو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد ځواکونه به د کډوالو د «ناقانونه» ننوتو د مخنیوي لپاره د پولنډ له پولو په جدي توګه ساتنه کوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-04 15:31:37

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د پولنډ پولیسو ۱۵ افغان کډوال نیولي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-04 09:58:01

د پولنډ پولیسو ۱۵ افغان کډوال نیولي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button