په زابل کې د پښتو ادب د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک د قبر د ساتنې او بیارغونې لومړنۍ چارې د یوه افغان لیکوال په مالي مرسته پیل شوې دي او تمه ده تر یوې میاشتې بشپړې شي. په دوحه کې سرچینو ویلي چې قطري چارواکو په پیل کې د طالبانو د پلاوي لپاره د پلازمېنې په یوه هوټل کې د درې ورځني استوګنځي تابیا کړې وه. د دغو سرچینو په وینا، متقي وروسته د خپلې استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې او هممهاله یې هڅه کړې چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره رسمي وګوري. سرچینې وايي چې له پرلهپسې غوښتنو وروسته، د طالبانو د پلاوي د هوټل استوګنه غځول شوې ده. په کابل کې یوې بلې سرچینې هم ویلي چې متقي هڅه کوي په قطر کې خپل پخوانی د استوګنې جواز یا اقامه هم تمدید کړي. همدې سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د سترګو له ستونزې یا ناروغۍ سره مخ دی او غواړي په قطر کې د خپل حضور له فرصته په ګټې اخیستنې طبي معاینات او درملنه وکړي. تر اوسه قطري چارواکو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي د استوګنې د غځېدو، له قطري چارواکو سره د لیدنې د هڅو، د اقامې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک د قبر بیارغونې چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک د قبر بیارغونې چارې پیل شوې