EconomyKabulافغانستاندری

د ځانګړو اقتصادي زونونو د رامنځته کولو کاري پلان تائید شو — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-12 00:02:30🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري، په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تائید شوی دی. باختر اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه ځانګړې اقتصادي حلقې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړېږي. د پلان پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو په همکارۍ د یادو حلقو لپاره ځمکه تثبیت، سکټوري فعالیتونه او د اړتیا وړ خدمات به تشخیص او د پانګونې لپاره به زمینه برابره کړي. هېره دې نه وي چې د يادو ځانګړو اقتصادي حلقو په رامنځته کېدو سره به په هېواد کې نوې پانګونه جذب، د صادراتو او وارداتو نسبي توازن او په یو مناسب چاپېریال کې به پر تولیدي فعالیتونو د تمرکز په پایله کې نوی اقتصادي تحول رامنځته شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-12 00:02:30

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ځانګړو اقتصادي زونونو د رامنځته کولو کاري پلان تائید شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 13:45:09

د ځانګړو اقتصادي زونونو د رامنځته کولو کاري پلان تائید شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button