Kabulافغانستانامنیتدری

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 06:37:05🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې د ښاروالۍ په همغږۍ یې د کابل سیند پاکولو په موخه له کمپنۍ تر څرخي پله سیمې پورې د دغه سیند تخنیکي سروې پیل کړې ده. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ، د دې ادارې د رییس ملا نورالدین ترابي په لارښوونه د کابل سیند د وضعیت، د رسوباتو د کچې ارزونې او پاکېدو وړ سیمو پېژندلو په موخه تخنیکي سروې پیل شوې ده. سرچینه زیاتوي، په دغه بهیر کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې او د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیمونو د کابل سیند د لارې سروې د کمپنۍ پله له سیمې پیل کړې او د څرخي پله تر سیمې پورې به ورسېږي. د خبرپاڼې له مخې، د دې سروې په جریان کې د سیند د لارې وضعیت، د رسوباتو کچه او زیان‌منې سیمې تر تخنیکي ارزونې او څېړنې لاندې نیول کېږي. یادې ادارې لیکلي، د پلان له مخې، د سروې د بهیر له بشپړېدو وروسته به له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له لوري په مشخص شوو سیمو کې د رسوباتو پاکولو، د سیند د لارې د تنظیم او پرانیستلو چارې پیل شي. یادې ادارې لیکلي، دغه اقدام د اوبو د لارې بندېدو له امله د رامنځته‌کېدونکو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 06:37:05

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 11:06:06

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button