کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کابل کې د ناشرانو او کتابپلورونکو د ملاتړ، د چاپ او خپرولو صنعت د ودې او د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په ماشینخانه کې دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیست؛ دغه وزارت وایي، په دې بازار کې به ملي کتابتون هم جوړ او بېلابېل فرهنګي او نشراتي پروګرامونه به ترسره شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت وایي، دغه بازار د قرآن کریم لیکلو او د بېهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري جوړ شوی او موخه یې د ناشرانو او کتابپلورونکو د اثارو معرفي کول، د چاپ او خپرولو صنعت ملاتړ او د مطالعې او کتابلوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي. د بازار د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمېر چارواکو، ناشرانو، کتابپلورونکو، لیکوالانو او د فرهنګي برخې فعالانو ګډون کړی و. د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمي په دغو مراسمو کې د کتاب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، کتاب د پوهې او معلوماتو له مهمو سرچینو څخه دی او د انسان د علمي او فکري ودې لپاره مهم رول لري. هغه زیاته کړه، مطالعه انسان له بېځایه وخت تېرولو ژغوري او د شخصیت او پوهې د ودې زمینه ورته برابروي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل، ماشینخانه په…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د کابل په ماشینخانه کې د ناشرانو او کتابپلورونکو دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیستل شو
Sources
Afghan sources
د کابل په ماشینخانه کې د ناشرانو او کتابپلورونکو دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیستل شو