Summary: د کابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځيو له۸۰ څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ محصلينو، د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د يادو محصلينو په فراغت غونډه کې چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان اسلامي امارت د کابينې يو شمېر غړيو او مسئولینو، د پوهنتون استادانو، زرګونو محصلينو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی و. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز، وویل چې نن شاوخوا ۲۵۰۰ محصلین د کابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځیو له ۸۰ څانګو څخه فارغ او د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې شول. د کابل پوهنتون رئیس، همدارنګه د پوهنتونو استادانو او فارغو شویو محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله پیغام ولوست چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي: "هغو قدرمنو محصلینو ته چې له کلونو زحمت وروسته، نن فارغېږي او د دوی استادانو، والدینو او ټولو قریبانو ته مبارکي وایم. الله (ج) دې د نور علم، تحصیل او د دین او مسلمانانو د خدمت توفیق ور په نصیب کړي." د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د پیغام په بله برخه کې ویل شوي دي: "زموږ عزت، سرلوړي او پرمختګ د الله (ج) په دین کې دی او موږ باید په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د اسلام پر سپېڅلي دین ټینګ باور ولرو او عمل پرې وکړو." وروسته، د لوړو زدهکړو وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، په خپلو خبرو کې وویل: "نننۍ غونډه د فارغو شویو محصلینو د ستاینې او علمي اعزاز او قدر په موخه جوړه شوې ده." هغه فارغانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د هغوی لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په لټه کې دی او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپلې تحصیلي او تخصصي کچې د لوړولو لپاره دې هڅې وکړي او د هېواد په دننه، خپلو رشتو کې کار وکړي. د لوړو زده کړو وزیر د هېواد پر ځوانانو غږ وکړ چې په خپل هېواد کې پاتې شي؛ په عزت او ویاړ د هېوادوالو خدمت وکړي او د تېښتې لاره دې غوره نکړي؛ ځکه د تېښتې لاره د کامیابۍ لاره نه ده. د غونډې په بهير کې د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني، په ټولنه کې د ځوانانو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: "ځوانان هغه طاقت او قدرت دی چې د ټولو امیدونه پر هغوی تړلې دي. نو هغوی باید خپله انرژي، قوت، علم او استعداد چې الله تعالی ورته ورکړی؛ پر ځای استعمال کړي او هغه څه یې ترسره کړي چې د اسلامي نظام، هېواد او کورنیو په ګټه وي." شیخ حقاني هم له فارغانو څخه وغوښتل چې د عاجلو شخصي ګټو پرځای دې؛ علیا ګټو، آدابو او اخلاقیاتو ته ډېره پاملرنه وکړي او د افغانستان د دښمنانو د منفي او پوچو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي. د اطلاعاتو او کلتور وزیر، دیني او عصري علوم د ټولنې یوه مهمه اړتیا وبلله او ډاډ یې ورکړ چې په اسلامي امارت کې د دیني او عصري علومو د زده کړې په برخه کې هېڅ ډول توپیر نشته او دواړو ته یې یو شان پاملرنه کېږي. د غونډې په دوام، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده، وویل:" الله (ج) نن افغانانو ته داسې اسلامي نظام په نصیب کړی دی چې د شاوخوا پنځو لسیزو قربانیو هدف همدا شان نظام و. هغه له ټولو هېوادوالو په تېره بیا فارغانو څخه وغوښتل چې په ځانونو کې یې تخصصي او مسلکي وړتیاوې پیدا کړي او د افغانستان د آبادۍ، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړي. همدا رنګه د فارغانو په استازیتوب محمد عارف، محصلینو ته د تحصیلي اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستاینې او ملاتړ په خاطر؛ د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه او ژمنه یې وکړه چې د خپلو رشتو مطابق به د هېواد او هېوادوالو لپاره د خدمت جوګه شي. د غونډې په پای کې، د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له لوري؛ ممتازو فارغانو ته تصدیق پاڼې او ډالۍ ورکړل شوې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کابل پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ محصلين فارغ شول
سرچینې
Afghan sources
د کابل پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ محصلين فارغ شول