EnglishKabulPoliticsافغانستان

د کانکور درې غوره زده‌کوونکي په کابل کې د ايران سفارت له لوري وستایل شول

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-16 10:40:42🎙 Listen to radio

د کانکور د ازموینې له پای ته رسېدو وروسته، هغه درې غوره زده کوونکي چې د ۱۴۰۵ کال په ازموینه کې یې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي څانګې له لوري د دوی د علمي بریا له امله وستایل شول. دغو مراسمو کې د پوهنتونونو استادانو، فرهنګیانو، محصلینو او د ښوونې او روزنې د برخې یو شمېر فعالانو ګډون کړی و. په افغانستان کې د ایران فرهنګي سلاکار، سید روح‌الله حسيني، د افغانستان په راتلونکي کې د ځوان نسل پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل، د هېواد راتلونکی باید د افغان ځوانانو په لاس جوړ شي. نوموړي وویل، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید پر بهرنیو هېوادونو د تمې پر ځای، د افغان ځوانانو پر وړتیاوو او هڅو تکیه وشي. د حسيني په وینا، د افغانستان د پرمختګ لپاره علم، پوهنتون، تخصص، مهارت او د ځوانانو هڅې مهمې دي او نوی نسل باید ځان د علمي، ټولنیزو او ملي مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره چمتو کړي. بلخوا، د ۱۴۰۵ کال د کانکور عمومي اول‌نمره، راشد وزیري، له تهران راډیو سره په خبرو کې د خپل تقدیر او هڅونې له امله د ایران د اسلامي جمهوریت له سفارت څخه مننه وکړه. راشد وزیري دغه راز له ایران څخه وغوښتل چې د کانکور مخکښو زده‌کوونکو ته په دغه هېواد…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-16 10:40:42

Timeline

  1. Parstoday

    د کانکور درې غوره زده‌کوونکي په کابل کې د ايران سفارت له لوري وستایل شول

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-16 10:34:34

د کانکور درې غوره زده‌کوونکي په کابل کې د ايران سفارت له لوري وستایل شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button