Englishافغانستانامنیتفراه

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingSecurityفراه1 SourcesUpdated: 2026-11-23 13:27:14🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده.همدا رنګه د ۸۸ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۹۵ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه ارزول شوي او ۲۸ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړیو ته سپارل شوي څو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.د ناستې په پای کې، د کمېسیون د غړیو ترمنځ د همکارۍ او د کتابونو ارزونې راپورونو د چمتو کولو اړوند موضوعاتو په اړه بحث شوی او په اړه یې لازم تصمیمونه نيول شوي دي.

Quick facts

Locationفراه
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-23 13:27:14

Timeline

  1. Bakhtar

    د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-23 10:36:14

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button