Englishافغانستانامنیتفاریاب

په آقینې ګمرک کې د دوو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې — Bakhtar

DevelopingSecurityفاریاب1 SourcesUpdated: 2026-11-23 13:27:16🎙 Listen to radio

Summary: د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري، د فاریاب د آقینې په سرحدي ګمرک کې د ۸۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت، د دوو پراختیایي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې. باختر اژانس ته د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغو پروژو کې د آقینې ګمرک پر ۲۰ جریبه ځمکه د موټرو تم‌ځای کې په اساسي ډول جغل اچول، د ګمرک د داخلي سړکونو کانګرېټ او د «انکس» غرفو جوړول شامل دي.د دغو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي او د جوړولو چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د آقینې ګمرک زېربنایي وضعیت ښه، د وسایطو د تګ راتګ او تم کېدو لپاره به مناسبې اسانتیاوې برابرې او د سوداګرو، موټرچلوونکو او ګمرکي کارکوونکو د ورځنیو چارو پر وړاندې شته ستونزې به تر ډېره بریده هوارې شي.

Quick facts

Locationفاریاب
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-23 13:27:16

Timeline

  1. Bakhtar

    په آقینې ګمرک کې د دوو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-23 10:08:37

په آقینې ګمرک کې د دوو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button