Developmentافغانستانپښتوکندز
د کندز په بند خونه کې د دوه پروژو چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د کندز ولایت د بند خونې مسولین وایي، چې د بندیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د دوو پراختیايي پروژو د پلي کولو چارې پیل کړې دي. د یادې بند خونې د مالي او اداري چارو امر مولوي احسان الله غازي باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په دغو پروژو کې د بندیانو خصوصي ملاقات خونو جوړول او بیارغول او یوې سپټیک څاه جوړول شامل دي.هغه زیاته کړې، چې د بندخونو د تنظیم چارو د عمومي ریاست له بودجې څخه د دوه میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي او چارې به یې د شاوخوا یوې میاشت په موده کې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده، چې دا مهال د کندز بندخونه کې سلګونه بندیان ساتل کېږي او د زده کړو، مسلکي روزنې او نورو اړینو اسانتیاوو زمینه ورته برابره شوې ده.
لنډ معلومات
ځایکندز
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-15 07:27:02
مهالوېش
-
Bakhtar
د کندز په بند خونه کې د دوه پروژو چارې پیل شوې