Economyافغانستانپښتوکندهار

د کندهار د شوراندام سمنټو تولیدي فابریکې خپل تولیدي بهیر پیل کړ — Bakhtar

روان خبرEconomyکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-09 18:13:15🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې، د کندهار د شوراندام سمنټو تولیدي فابریکې د تولیدي بهیر د پیل خبر ورکړی دی. باختر اژانس ته د يادې خونې په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د کندهار په شوراندام سیمه کې د سمنټو سترې تولیدي فابریکې د خپل لومړني فاز په فعالېدو سره؛ د تولید بهیر پیل کړ. دغه ستره صنعتي پروژه به د هېواد د کورني تولید د پیاوړتیا، د سمنټو د وارداتو د کمښت، د داخلي اړتیاوو پوره کولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي." د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ پر ياده پروژه شاوخوا ۱۱۳ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې په درېيو فازونو کې جوړېږي او د ټولو فازونو تر بشپړېدو وروسته به یې د سمنټو ورځنی تولیدي وړتيا شاوخوا ۵۰۰۰ زره ټنو ته ورسېږي چې د لومړني فاز ورځنی تولیدي وړتيا ۱۵۰۰ ټنه دی. د يادې پروژې په بېلابېلو برخو کې اوسمهال شاوخوا ۵۰۰ تنه په کار بوخت دي او تمه ده د فابریکې د بشپړ فعالیت له پیل سره زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. د کندهار د سمنټو سترې فابریکې فعالیت د هېواد د صنعتي کېدو، پر ځان بساینې او اقتصادي ودې په لور یو مهم ګام بلل کېږي؛ هغه ګام چې د کورني تولید د زیاتوالي، د داخلي اړتیاوو پوره کولو او د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د پام وړ اهميت لري.

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-09 18:13:15

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کندهار د شوراندام سمنټو تولیدي فابریکې خپل تولیدي بهیر پیل کړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-09 13:43:36

د کندهار د شوراندام سمنټو تولیدي فابریکې خپل تولیدي بهیر پیل کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button