Summary: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي مسولینو سره لیدلي او د یاد ولایت امنیتي وضعیت یې ارزولی دی. د پکتیکا د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د جهادي مبارزې په پایله کې د شرعي نظام رامنځته کېدل الهي لورېینه بللې او د نظام د ساتنې او پیاوړتیا او د مسوولیتونو د سم ترسره کولو په اړه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو پر عملي کولو سربېره، د غوره خدمتونو وړاندې کولو، په کاري چاپېریال کې پر اخلاص او ښه نیت او د سپارل شویو دندو پر سم ترسره کولو ټینګار کړی دی.ورته مهال، د پکتیکا والي ملا مهرالله حماد او نورو مسوولینو د دغه ولایت د اداري، امنیتي او نورو اړوندو چارو په اړه معلومات وړاندې کړي او خپلې اړتیاوې، ستونزې او غوښتنې یې هم له نوموړي سره شریکې کړې دي.په پای کې د کورنیو چارو وزیر د ځايي مسوولینو ستونزې واورېدې او د چارو د لا ښه والي، د شته ستونزو د حل او د اړوندو برخو د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کورنیو چارو وزیر پکتیکا ته سفر وکړ