په زابل کې شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې — Bakhtar
Summary: په زابل کې د اوبو رسولو څلورو شبکو په ګټې اخیستنې سره، شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د دایچوپان ولسوالۍ په میرزیان، بایلوغ، داودزیو او لودین کلیو کې د څه باندې ۱۹.۴ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو رسولو څلورو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې."ویل شوي، چې په یادو شبکو کې د څلورو څاه ګانو کیندل، د ۲۰، ۳۰، ۴۰ او ۶۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د څلورو ذخیرو جوړول، د ۳۰ زره ۶۳۸ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۳۹۷ شیردانونو او ۵۲ سولر تختو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي، چې د یادو پروژو د تطبیق په بهیر کې، لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې ۷۹۵ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
په زابل کې شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې