Summary: د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه له نږدې ۷۰ روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي وسایلو د مرستې خبر ورکړی دی. د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص باختر اژانس ته ویلي چې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۲۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له ۶۸ روغتیایي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه.ورته مهال په کونړد هیلنټ ولایتي ادارې مسوول وايي، چې دوی په کونړ کې د روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي، چې روغتیایې ستونزې له منځه یوسې او په دې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه را کمه شي.د یادونې ده، چې یوه اونۍ وړاندې د سرې میاشتې له لوري د اسعد اباد له مرکزي روغتون سره د ۷.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته هم شوې وه.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کونړ له روغتیایي مرکزونو سره د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه
سرچینې
Afghan sources
د کونړ له روغتیایي مرکزونو سره د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه