د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، له درېیو کلونو په کمه موده کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. فضل محمود فضلي د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر او د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوړپوړو سلاکارانو څخه و. نوموړی د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه له اشرف غني سره یوځای له کابل څخه ووت او اوس په سوېډن کې ژوند کوي. د افغانستان اکثریت ګوند په خپل منشور کې د طالبانو حکومت «استبدادي» بللی او د افغانستان لپاره یې د متمرکز نیمهریاستي نظام د جوړېدو ملاتړ کړی دی. د منشور په درېیم محور، «د خپلواک او مترقي دولت جوړونه» کې راغلې: ««موږ د افغانستان د تاریخي تجربو، ټولنیز ـ اقتصادي جوړښت، سیاسي ثبات او امنیتي واقعیتونو ته په کتو د متمرکز نیمهریاستي نظام پلویان یوو». د دې ګوند په منشور کې راغلي چې راتلونکی حکومت باید د خلکو په ازادو رایو جوړ او واکونه یې د اجرائیه، مقننه او قضائیه قوو ترمنځ ووېشل شي. اکثریت ګوند وړاندیز کړی چې په دغه نظام کې دې ولسمشر د خلکو په مستقیمو رایو وټاکل شي او لومړی وزیر دې د ولسمشر له خوا معرفي او له کابینې سره یوځای د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي. په سند کې راغلي: «حاکمیت د خلکو مسلم حق دی او هېڅ…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د کډوالو عالي کمېشنري: په درېیو کلونو کې شپږ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي
Sources
Afghan sources
د کډوالو عالي کمېشنري: په درېیو کلونو کې شپږ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي