افغانستانامنیتپښتوغور

د یمني ځواکونو شاتګ د سره سمندر مهمه سمندري لار د حوثيان تر… — Bbc

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-16 11:25:07🎙 راډیو واورئ

د سعودي عرب په ملاتړ د یمن حکومت پلوه ځواکونو ویلي، له هغې سیمې خپل ځواکونه باسي چې پر ستراتیژیک اهمیت لرونکي باب المندب تنګي برلاسی لري، او دا سیمه د ایران ملاتړ لرونکي حوثي غورځنګ تر کنټرول لاندې پرېږدي. د یمن پوځ وايي، خپل سرتېري ځکه د سره سمندر په سویلي برخه کې د دې مهمې سمندري لارې له ساحې بېرته ځای پر ځای کوي، چې د هېواد د لنډمهالي پلازمېنې عدن دفاع پیاوړې کړي. د ځواکونو دغه لېږد هغه څو اوونۍ اوږده عملیات پای ته رسوي چې هدف یې باب المندب تنګي ته څېرمه سیمو بېرته نیول وو. حوثیانو دغه سیمه د سپتمبر میاشتې په ناڅاپي بریدونو کې نیولې وه، چې ورسره د تېلو پر نړیوالو صادراتو فشار زیات شو او زرګونه کسان د خپل کور- کلي پرېښودلو ته اړ شول. د حوثیانو اړوند رسنیو پر یکشنبه راپور ورکړ چې دغې ډلې پر یادې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی. سعودي عرب تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. حکومتي ځواکونو د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په داسې حال کې چې هڅه یې کوله له حوثیانو څخه مهمې سیمې بېرته ونیسي، ویلي وو چې دوی باب المندب تنګی "خوندي" کړی دی. حوثیانو بیا ادعا کړې وه چې تر دې یوه میاشت مخکې یې د باب المندب تنګي په خوله کې موقعیت لرونکې پریم ټاپو او…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-16 11:25:07

مهالوېش

  1. Bbc

    د یمني ځواکونو شاتګ د سره سمندر مهمه سمندري لار د حوثيان تر کنټرول لاندې پرېږدي – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-11-16 08:05:43

د یمني ځواکونو شاتګ د سره سمندر مهمه سمندري لار د حوثيان تر کنټرول لاندې پرېږدي – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button