HealthKabulافغانستانپښتو

د یوناما مشرې د کندهار د میرویس روغتون د فسټولا درملنې له څانګې… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-16 09:45:36🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د فسټولا درملنې له څانګې لیدنه کړې او پر دې ناروغۍ د اخته ښځو لپاره یې د وقایې او درملنې خدمتونو پر دوام ټینګار کړی دی. په کابل کې د روغتیا نړۍوال سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې رباب فاطمې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د میرویس حوزوي روغتون د فسټولا درملنې له هغې څانګې لیدنه کړې چې د دغه سازمان په ملاتړ فعالیت کوي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغې د دې لیدنې پر مهال له هغو ناروغانو سره لیدلي چې تر درملنې لاندې دي او له هغو ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره خبرې کړې چې د فسټولا د درملنې تخصصي خدمتونه وړاندې کوي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د فسټولا د مخنیوي، درملنې او بیارغونې خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي دوام د هغوی د روغتیايي او ټولنیز وضعیت د ښه‌والي لپاره ډېر اهمیت لري.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-16 09:45:36

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د یوناما مشرې د کندهار د میرویس روغتون د فسټولا درملنې له څانګې لیدنه کړې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-16 14:15:16

د یوناما مشرې د کندهار د میرویس روغتون د فسټولا درملنې له څانګې لیدنه کړې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button