کابل (پژواک) – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د فسټولا درملنې له څانګې لیدنه کړې او پر دې ناروغۍ د اخته ښځو لپاره یې د وقایې او درملنې خدمتونو پر دوام ټینګار کړی دی. په کابل کې د روغتیا نړۍوال سازمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې رباب فاطمې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د میرویس حوزوي روغتون د فسټولا درملنې له هغې څانګې لیدنه کړې چې د دغه سازمان په ملاتړ فعالیت کوي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغې د دې لیدنې پر مهال له هغو ناروغانو سره لیدلي چې تر درملنې لاندې دي او له هغو ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره خبرې کړې چې د فسټولا د درملنې تخصصي خدمتونه وړاندې کوي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د فسټولا د مخنیوي، درملنې او بیارغونې خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي دوام د هغوی د روغتیايي او ټولنیز وضعیت د ښهوالي لپاره ډېر اهمیت لري.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د یوناما مشرې د کندهار د میرویس روغتون د فسټولا درملنې له څانګې لیدنه کړې ده
Sources
Afghan sources
د یوناما مشرې د کندهار د میرویس روغتون د فسټولا درملنې له څانګې لیدنه کړې ده