د حامد احمدزي په نوم یو بهر میشتي ځوان پر خپله فیسبوک پاڼه ژمنه کړې چې له نن وروسته به د طالبانو اړوند قانوني لارښوونو ته درناوی کوي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې د طالبانو استخباراتو یې تېره ورځ ورور د ده د نیوکې له امله ونیوه. په لیک کې د حضرت عمر فاروق یوه روایت ته په اشارې سره د واکمنانو د مسؤلیت پر احساس ټینګار کړی او د افغانستان د ځوانانو وضعیت، کډوالي، بېکاري او د زدهکړو پر وړاندې شته محدودیتونه یې د هېواد له سترو ننګونو څخه بللي دي. لیک کې راغلي : « د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال د شام په یوه سیمه کې یو پل زیانمن شوی او درز پکې پیدا شوی و. ویل کېږي، یوه ورځ یو سپرلۍ له دغه پل څخه تېرېده چې پښه یې په هماغه درز کې ولوېده او ټپي شو». د روایت له دوام سره سم، حضرت عمر رضی الله عنه د خپل شهادت پر مهال خپل زوی عبدالله ته ویلي وو چې له وفات درې ورځې وروسته به یې په خوب کې وویني. خو د روایت له مخې، عبدالله رضی الله عنه خپل پلار له دولسو کلونو وروسته په خوب کې ولید او د ځنډ لامل یې ترې وپوښت. ویل کېږي چې حضرت عمر رضی الله عنه په ځواب کې ویلي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د یوه نیول شوي ځوان ورور وايي نور د طالبانو له قوانینو سرغړونه نه کوي
سرچینې
Afghan sources
د یوه نیول شوي ځوان ورور وايي نور د طالبانو له قوانینو سرغړونه نه کوي