EconomyKabulافغانستانپښتو

ایران د افغانستان لپاره د ویزو او سوداګریزو انتقالاتو د اسانتیا ژمنه وکړه

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-08 10:10:54🎙 راډیو واورئ

په افغانستنا کې د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي وائي، هېواد ئې د افغانستان لپاره د ویزو د صادرولو د بهیر د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو انتقالاتو د زیاتوالي په برخې کې لا زیاتو ملګرتیاؤ ته تیار دی. زمونږخبریال له کابله راپور راکوي،سید حسن مرتضوي دا څرګندونې د افغانستان هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هرات له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره په لیدنې کې کړې دي. په دغې لیدنې کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ترانسپورټي ستونزو پر حل او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي. د هرات والي د ویزو د اسانتیا ترڅنګ، د اسلام‌قلعه له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي غوښتنه کړې او د دوغارون او اسلام‌قلعه په سرحدونو کې یې د سوداګرو او ترانسپورټي وسایطو پر وړاندې د شته ستونزو د حل غوښتنه کړې ده په افغانستان کې د ایران د سفیر مرستیال ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخې کې د شته ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. بلې خوا، د افغانستنان د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند قاري محمد اصف الیاس وایي، له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کلنی حجم درې میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. هېره دې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-08 10:10:54

مهالوېش

  1. Parstoday

    ایران د افغانستان لپاره د ویزو او سوداګریزو انتقالاتو د اسانتیا ژمنه وکړه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-08 10:06:42

ایران د افغانستان لپاره د ویزو او سوداګریزو انتقالاتو د اسانتیا ژمنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button