د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وایي، چې له کمزورو سیاسي ډلو سره هېڅوک خبرې نه کوي او که خبرې هم ورسره وکړي، یوازې د تسلیمېدو او بېقیدوشرطه بیعت پر سر به وي. د قومي وطن ګوند مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روان کړکیچ یوازینۍ حل دوه اړخیزې خبرې اترې دي او بله حل لاره نشته. هغه وویل چې پاکستان په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې له بشپړ ځواک څخه کار اخیستی، خو دې هم ښايي کومه پایله نه وي ورکړې. د هغه په وینا، اوس دواړه حکومتونه باید خپل ټول پام په خبرو اترو متمرکز کړي او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي. له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې افتاب احمد خان شیرپاو وویل چې هغه جګړه چې په تیرو یوولسو میاشتو کې وشوه او په ترڅ کې یې ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوې، دواړو هېوادونو ته زیان رسولی دی. هغه وویل چې د هیوادونو ترمنځ که هر څومره جدي کړکیچونه وي، سوداګري باید ونه دریږي ځکه چې دا د حکومتونو او عامو خلکو په ګټه ده. د قومي ملي وطن ګوند د مشر په وینا، د عمران خان په دوره کې، د پوځ د جنرال له لارې د افغانستان د پالیسۍ د چلولو هڅه وشوه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
سپنتا: له کمزورو سیاسي ډلو سره خبرې یوازې د تسلیمۍ او بېقیدوشرطه بیعت پر سر وي
Sources
Afghan sources
سپنتا: له کمزورو سیاسي ډلو سره خبرې یوازې د تسلیمۍ او بېقیدوشرطه بیعت پر سر وي