کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که اروپايي ټولنه د ملګري غړي په توګه د کاناډا د منلو طرحه عملي کړي، ښايي پر اروپايي توکو درنې تعرفې ولګوي یا له اروپا سره په ډېرو برخو کې سوداګري ودروي. د راپورونو له مخې، د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون ډیر لاین د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د وضعیت په اړه په خپله کلنۍ وینا کې، چې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني هم پکې حضور درلود، وړاندیز وکړ چې کاناډا د اروپايي ټولنې لومړنی ملګری غړی شي. فون ډیر لاین ویلي چې د دغه وړاندیز موخه په داسې نړۍ کې د متحدینو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا ده چې د نوموړې په وینا، «په ښکاره ډول خصمانه» شوې ده. بلخوا، د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (چهارشنبه) شمالي کارولینا ایالت ته پر لاره خبریالانو ته ویلي چې که اروپا دغه اقدام په «دښمنانه نیت» ترسره کړي، واشنګټن به پر اروپا ډېرې درنې تعرفې ولګوي. هغه زیاته کړې: «که دوی دغه کار وکړي او که زه فکر وکړم چې دغه اقدام په هر ډول دښمنانه دی، ډېرې درنې تعرفې به ولګوم یا به له اروپا سره په ډېرو برخو کې سوداګري ودرووم.» د امریکا ولسمشر د اروپايي ټولنې له خوا د کاناډا د ملګري غړیتوب وړاندیز…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ټرمپ: که اروپايي ټولنه د ملګري غړي په توګه د کاناډا د منلو طرحه عملي کړي، درنې تعرفي به ولګوم
Sources
Afghan sources
ټرمپ: که اروپايي ټولنه د ملګري غړي په توګه د کاناډا د منلو طرحه عملي کړي، درنې تعرفي به ولګوم