KabulSportsافغانستانپښتو

راتلونکې میلادي میاشت د افغانستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ شل‌اوریزه لوبړۍ ترسره… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-12 10:07:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډله راتلونکې میلادي میاشت د هند له ملي لوبډلې سره درې شل‌اوریزې نړۍوالې لوبې ترسره کوي. کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لوبلړۍ د راتلونکې سپټمبر میاشتې له ۱۳مې بیا تر ۱۷مې نېټې پورې د هند په ډيلي ښار کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي. خبرپاڼه کې کاږي، د مهالوېش له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل‌اوریزه لوبه به د سپټمبر په ۱۳مه، دویمه په ۱۵مه او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۷مه ترسره شي. سرچینه زیاتوي، یاده لوبلړۍ د افغانستان د راتلونکو سفرونو د پروګرام برخه ده چې په هند کې ترسره کېږي. سرچینې زیاته کړې، هند هغه هېواد دی چې د افغانستان کرکټ بورډ په تېرو لسو کلونو کې پکې په خپل کوربه‌توب بېلابېلې نړۍوالې سیالۍ ترسره کړې دي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د یوې بشپړې دوه اړخیزې لوبلړۍ لپاره د هندۍ لوبډلې کوربه‌توب کوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-08-12 10:07:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    راتلونکې میلادي میاشت د افغانستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ شل‌اوریزه لوبړۍ ترسره کېږي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-12 14:32:32

راتلونکې میلادي میاشت د افغانستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ شل‌اوریزه لوبړۍ ترسره کېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button