Sportsافغانستاندریغور

راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی شو

در حال تکمیلSportsغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-16 09:12:32🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې له ځلېدو وروسته د دې لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. راشد خان په دغو سیالیو کې چې درې لوبې یې ترسره کړې، د پام وړ لوبه وکړه او دولس وېکټې یې واخیستې، په داسې حال کې چې یوازې پنځوس منډې یې ورکړې. نوموړي د افغانستان د بریا په برخه کې مهم رول ولوباوه. د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پلان شویو پنځو سیالیو له ډلې، چې کوربه‌توب یې ایرلنډ کاوه، لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه. افغانستان په پاتې څلورو سیالیو کې بریا خپله کړه او دغه لړۍ یې د څلور صفر په پایلې د ځان په ګټه پای ته ورسوله. راشد خان په دویمه، درېیمه او څلورمه لوبه کې ولوبېد، خو په پنځمه لوبه کې یې ګډون ونه کړ، څو ځوانو لوبغاړو ته د لا ډېرې لوبېدو او تجربې ترلاسه کولو فرصت ورکړل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-16 09:12:32

خط زمانی

  1. Parstoday

    راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی شو

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-16 09:03:58

راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button