Developmentافغانستاندریغور

راشد خان د یو ورځنیو لوبو د توپ‌ اچوونکو په درجه‌بندۍ کې لا… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-01 17:23:50🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د یو ورځنیو سیالیو د توپ‌اچوونکو تازه درجه ‌بندي اعلان کړې، چې افغان لوبغاړی راشد خان په ۷۱۴ نومرو سره لا هم د نړۍ په کچه د دې برخې لومړی مقام لري. په تازه درجه‌بندۍ کې د پاکستان ابرار احمد له ۶۷۵ نومرو سره دویم، د سویلي افریقا کیشاو مهاراج له ۶۶۷ نومرو سره درېیم مقام لري.د نیوزیلنډ میچل سانټنر څلورم او د هند کولدیپ یاداو له ۶۲۳ نومرو سره پنځم مقام خپل کړی دی.همداراز، د سریلانکا ماهیش تیکشنا شپږم، د انګلستان جافرا ارچر اووم، د پاکستان شاهین شاه افریدي اتم او د بنګله‌دېش مهیدي حسن میراز نهم مقام لري.د اسټرالیا جاش هیزلووډ هم په ۵۹۱ نومرو سره د لسو غوره توپ‌اچوونکو په نوملړ کې لسم مقام خپل کړی دی.راشد خان د افغانستان د کرکټ لوبډلې مخکښ سوکه توپ‌اچوونکی دی، چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره ګڼې مهمې ویکټې اخیستې او د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې یې څو ځله لومړی مقام خپل کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-01 17:23:50

خط زمانی

  1. Bakhtar

    راشد خان د یو ورځنیو لوبو د توپ‌ اچوونکو په درجه‌بندۍ کې لا هم لومړی مقام لري

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-01 08:43:21

راشد خان د یو ورځنیو لوبو د توپ‌ اچوونکو په درجه‌بندۍ کې لا هم لومړی مقام لري

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button