Summary: د ترینکوټ ښاروالۍ له لوري د ۲۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ترینکوټ–کندهار سړک د قیر کولو لومړي فاز چارې پیل شوې. د ترینکوټ ښاروال ملا محمد اسماعیل دفاعي د یاد سړک د قیر کولو چارو د پيل په مراسمو کې وویل، چې د دغې پروژې لګښت د ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه ورکول کیږي او شاوخوا ۷۰۰ متره اوږدوالی اوه متره سور لري.د مسوولینو په وینا، د دې پروژې دویم فاز چې ۱۵ متره سور او ۷۱۰ متره اوږدوالی لري د جوړېدو چارې به یې په نږدې راتلونکي کي پیل شي.نوموړي زیاته کړې، چي د سړکونو جوړول د ترینکوټ ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دی او دا پروژه به د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیاوو برابرولو تر څنګ به د ښار په اقتصادی او ټولنیز پرمختګ کې مثبت بدلون راشي.هغه ښاریانو ته ډاډ ورکړی چي د خپلو امکاناتو او عوایدو ته په کتو سره به ورته رغنیزې پروژې هم پلي کړي.ځايي مسوولینو ویلي، چې د یاد سړک د اسفالټ چارې به په راتلونکو ۱۰ ورځو کې بشپړې شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
روزګان کې د ترینکوټ–کندهار سړک د قیر اچونې چاری پیل شوې
Sources
Afghan sources
روزګان کې د ترینکوټ–کندهار سړک د قیر اچونې چاری پیل شوې