EnglishKabulافغانستانامنیت

روسیه: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۱۰۰ اوکراینی سرتېري وژلي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-28 20:37:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې په لومړیو کرښو کې شاوخوا ۱۱۰۰ اوکرایني سرتېري وژلي او د روسیې په بېلابېلو سیمو کې یې د اوکراین څه باندې ۱۶۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، روسي ځواکونو په همدې موده کې د اوکراین پنځه هدایت‌کېدونکي بمونه او د امریکا د «هیمارس» توغندیز سیسټم یو توغندی هم شنډ کړی دی. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې یې د دغه هېواد څه باندې ۳۰۰ زره بې‌پیلوټه الوتکې، ۶۷۴ الوتکې، ۲۸۴ چورلکې، ۳۱ زره او ۸۱۱ ټانکونه او نور زغره‌وال پوځي وسایط له منځه وړي دي. د سرچینې په وینا، روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو، ساتلو او توغولو مرکزونه، پوځي هوايي ډګرونه، د انرژۍ او سون‌توکو تاسیسات او په ۱۵۶ سیمو کې د اوکرایني ځواکونو او بهرنیو جنګیالیو د لنډمهالې مېشتېدنې مرکزونه په نښه کړي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-28 20:37:06

Timeline

  1. Pajhwok

    روسیه: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۱۰۰ اوکراینی سرتېري وژلي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-29 01:05:40

روسیه: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۱۰۰ اوکراینی سرتېري وژلي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button