په ملګرو ملتو کې د روسیې مرستیال استازي الکساندر رپکین د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې داعش خراسان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ترهګرۍ ضد اقداماتو سره سره، لا هم د پام وړ پوځي وړتیا لري. نوموړي زیاته کړې چې د دې ډلې د عملیاتي وړتیا د پیاوړتیا یو دلیل له بهر څخه مالي ملاتړ او د هغو تجربه کارو بهرنیو جنګیالیو شتون دی چې پخوا یې د سوریې او عراق په جګړو کې برخه اخیستې ده. په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال استازي همداراز ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په څېر د ډلو فعالیتونه هم د داعش خراسان د پیاوړتیا سبب کېږي. د رپکین په وینا، داعش خراسان لا هم هڅه کوي په افغانستان کې ناامني زیاته او په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي. هغه ویلي چې دې ډلې په ځانګړي ډول په منځنۍ اسیا کې د خلافت د جوړولو په اړه له خپلو پلانونو لاس نه دی اخیستی. نوموړي په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو د پاتې شویو وسلو د خپرېدو خطر ته هم اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا وسلې ښايي د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي او د افغانستان له پولو هاخوا هم ګواښونه رامنځته…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
روسیه: داعش لا هم په افغانستان کښې د پام وړ پوځي وړتیا لري
Sources
External sources
روسیه: داعش لا هم په افغانستان کښې د پام وړ پوځي وړتیا لري