Kabulافغانستانامنیتپښتو

روسیه همکاری‌های خود با افغانستان در زمینه‌های مبارزه با تروریزم و دفاعی گسترش… — Pajhwok، Khaama

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 19:13:59🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې هېواد یې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې او دفاعي برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخوي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، زاخارووا نن په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې روسیه همدارنګه چمتو ده له ډيپلوماټیکو لارو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي. هغې زیاته کړې چې روسیه به له کابل سره د ترهګرۍ ضد مبارزې، نشه‌يي توکو پر ضد اقداماتو او دفاعي چارو په برخو کې خپلې همکارۍ په پرله‌پسې توګه پراخې کړي. روسیې او افغانستان د مې میاشتې په ۲۷مه د نظامي ـ تخنیکي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. زاخارووا ټینګار کړی چې د سیمې امنیت ته د متوجه ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډه دنده ده او د دې موخې ترلاسه کول د رغنده تعامل او د ټولو ښکېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتیا لري.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 19:13:59

مهالوېش

  1. Pajhwok

    روسیه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او دفاعي برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 23:43:17

روسیه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او دفاعي برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button