Politicsافغانستاندریکندهار

زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني پای ته ورسېده — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-01 22:22:16🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د زابل ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ له کلونو دښمنۍ وروسته د روغې جوړې خبر ورکړی دی. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت‌الله جواد ویلي چې دغه دښمني د زابل ولایت د مرکز کلات د یوې کورنۍ او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د بلې کورنۍ ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه. هغه زیاته کړې چې یاده دښمني د عبدالله خان او سردارمحمد کورنیو ترمنځ اووه کاله وړاندې رامنځته شوې وه او نن ورته د پای ټکی کېښودل شو. دغه روغه جوړه د دواړو لوریو له خوا په بشپړ رضایت ومنل شوه او دواړو کورنیو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د دښمنۍ او غچ اخیستنې هر ډول کړنې پای ته رسوي. همدارنګه، پرېکړه وشوه چې د هوکړې د سرغړونې په صورت کې له سرغړونکي سره قانوني چلند کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-01 22:22:16

خط زمانی

  1. Bakhtar

    زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني پای ته ورسېده

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-01 14:35:51

زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني پای ته ورسېده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button