Summary: د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د یوه خصوصي پانګه وال له لوري د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د خامک ګنډلو یوه تولیدي کارخونه جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ. د یادې فابریکې مسوول سمیع الله اغا باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه فابریکه یې په شخصي پانګونه جوړه کړې، چې په کې د جامو او خولیو د خامک ګنډلو چارې په عصري بڼه ترسره کېږي.د نوموړي په وینا، په یاده فابریکه کې ۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، چې تولیدات یې کابل، کندهار او نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. د زابل د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د یادې فابریکې پرانیسته د ولایت د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله.د یاد ریاست د سوداګریزو چارو امر محمد زمان وویل، چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست د کارپنځوونکو د ملاتړ او د تولیدي فعالیتونو د پراختیا لپاره ژمن دی او تر دې مهاله یې له شاوخوا ۲۰۰ کارپنځوونکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.دا لومړی ځل دی، چې په زابل ولایت کې په دې کچه یوه تولیدي فابریکه خپل فعالیت پیلوي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
زابل کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د خامک ګنډلو کارخونه جوړه شوه
منابع
Afghan sources
زابل کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د خامک ګنډلو کارخونه جوړه شوه