د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې د خپل ورور بدرالدین حقاني په نوم ۲۰ بستریز روغتون پرانېست. بدرالدین حقاني د حقاني شبکې یو له مهمو قوماندانانو و چې په ۲۰۱۲ کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا په بېپیلوټه هوايي برید کې ووژل شو. افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې په جلاوطنۍ کې له یوشمېر پخوانیو پوځیانو سره د هغوی د وضعیت په اړه مرکې کړې دي. د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو زرګونه غړي، افسران، د امنیې قوماندانان او نور امنیتي کارکوونکي د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده جلاوطنه شول. د دوی ډېری برخه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته ولاړل. هغه پوځیان چې کلونه یې د افغانستان د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی و، اوس له بېکارۍ، بېوزلۍ، کډوالۍ، امنیتي ګواښونو او د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. یوشمېر پخواني سرتېري وایي، چې په ایران او پاکستان کې د سختو اقتصادي او قانوني شرایطو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، د پخواني نظام د امنیتي ځواکونو د غړو په توګه د نورو افغان کډوالو پرتله له ډېرو ګواښونو سره مخ دي. ځینې یې اندېښنه لري، چې که افغانستان ته بېرته ستانه کړل شي، ښايي ژوند او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
سراجالدین حقاني په خوست کې د خپل ورور بدرالدین حقاني په نوم روغتون پرانیست
Sources
Afghan sources
سراجالدین حقاني په خوست کې د خپل ورور بدرالدین حقاني په نوم روغتون پرانیست