Healthافغانستانپښتوزابل

سرپل کې ۲ ټنه بې ‌کیفیته اوغیر معیاري توکي راټول او وسوځول شول — Bakhtar

روان خبرHealthزابل1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-06 10:07:14🎙 راډیو واورئ

Summary: د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې د تاریخ ‌تېرو او بې ‌کیفیته توکو د راټولولو کمېسیون له لوري د دغه ولایت له بازارونو او هټیو څخه راټول کړل شوي ۲ ټنه بې کیفیته او غیرمعیاري توکي وسوځول شول. د سرپل د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي عبدالشاکر شهاب باختر اژانس ته وویل، چې په یادو توکو کې ۱۸ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي، درمل، د پاکولو توکي او بې‌ کیفیته روغتیايي محصولات شامل وو، چې له بازارونو او هټیو څخه راټول او د قانوني کړنلارې له مخې له منځه یوړل شول.نوموړي وویل چې د دې اقدام موخه د خلکو د روغتیا خوندي ساتل، بازارونو ته د بې ‌کیفیته او تقلبي توکو د وړاندې کېدو مخنیوی او د موجودو توکو د کیفیت ډاډمنول دي.ورته مهال مسوولینو له هټیوالو، سوداګرو او ښاریانو وغوښتل، چې د تاریخ‌ تېرو توکو د مخنیوي او د سالم بازار د رامنځته کولو په موخه له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او بازارونه له غیرمعیاري توکو پاک وساتل شي.دا په داسې حال کې ده چې د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې هم په ورته یو اقدام کې یو ټن تاریخ تېر او بې کیفیته توکي راټول کړل شوي دي.

لنډ معلومات

ځایزابل
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 10:07:14

مهالوېش

  1. Bakhtar

    سرپل کې ۲ ټنه بې ‌کیفیته اوغیر معیاري توکي راټول او وسوځول شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-06 06:41:29

سرپل کې ۲ ټنه بې ‌کیفیته اوغیر معیاري توکي راټول او وسوځول شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button