په کندهار کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې پيل… — Bakhtar
Summary: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کندهار کې د اوبو یوه کوچني بند د جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په منصور اباد کلي کې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پيل شوې.ویل شوي چې یاد کوچنی بند ۲۷متره اوږدوالی، پنځه متره لوړوالی او د ۲۶ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او د تطبیق په بهیر کې به يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.هېره دې نه وي چې د یاد کوچني بند په ګټې اخیستنې سره به د باران اوبه مهار او تر ځمکي لاندې اوبو کچه به برقراره وساتل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
په کندهار کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې پيل شوې
Sources
Afghan sources
په کندهار کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې پيل شوې