افغانستانامنیتپښتو

سرچینې: طالبان په پوهنتون کې له نویو شاملو شویو محصلینو بیاځلي ازموینه اخلي… — Amu TV

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-26 12:27:13🎙 راډیو واورئ

باوري سرچینو امو ته ویلي چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په شفاهي ډول له ټولو دولتي پوهنتونونو غوښتي چې د ۱۴۰۶ لمریز کال له نویو جذبو شویو محصلینو څخه د دویم ځل لپاره ازموینه واخلي. د دغو سرچینو په وینا، د پوهنتونونو ریاستونو د پوهنځیو د ازموینو کمېټو مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د ۱۰ ورځو په موده کې د دغې ازموینې لپاره ۵۰ پوښتنې تنظیم کړي. ټاکل شوې دا ازموینه د محصلینو د لومړي تحصیلي سمسټر په پای کې واخیستل شي او په ترڅ کې یې د هغوی د لوستلو، لیکلو کچه او تحصیلي استعداد ارزول کېږي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې نوي محصلین تر دې وړاندې د سراسري کانکور د پروسې له طریقه پوهنتونونو ته لاره موندلې ده. سرچینې وایي چې د دویمې ازموینې د پروسې پلي کول عملاً د کانکور ازموینې شفافیت او پایلې تر پوښتنې لاندې راولي. د سرچینو په وینا، د هېواد د پوهنتونونو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې محصلین پوهنتون ته له داخلېدو او تحصیلي بهیر له پيلېدو وروسته، د خپلې علمي کچې او استعداد ثابتولو لپاره له بلې عمومي ازموینې سره مخ کېږي. طالبانو تر اوسه پورې د دې کار په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سرچینو امو ته تایید کړې وه…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 12:27:13

مهالوېش

  1. Amu TV

    سرچینې: طالبان په پوهنتون کې له نویو شاملو شویو محصلینو بیاځلي ازموینه اخلي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-26 10:59:22

سرچینې: طالبان په پوهنتون کې له نویو شاملو شویو محصلینو بیاځلي ازموینه اخلي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button