باوري سرچینو امو ته ویلي چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په شفاهي ډول له ټولو دولتي پوهنتونونو غوښتي چې د ۱۴۰۶ لمریز کال له نویو جذبو شویو محصلینو څخه د دویم ځل لپاره ازموینه واخلي. د دغو سرچینو په وینا، د پوهنتونونو ریاستونو د پوهنځیو د ازموینو کمېټو مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د ۱۰ ورځو په موده کې د دغې ازموینې لپاره ۵۰ پوښتنې تنظیم کړي. ټاکل شوې دا ازموینه د محصلینو د لومړي تحصیلي سمسټر په پای کې واخیستل شي او په ترڅ کې یې د هغوی د لوستلو، لیکلو کچه او تحصیلي استعداد ارزول کېږي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې نوي محصلین تر دې وړاندې د سراسري کانکور د پروسې له طریقه پوهنتونونو ته لاره موندلې ده. سرچینې وایي چې د دویمې ازموینې د پروسې پلي کول عملاً د کانکور ازموینې شفافیت او پایلې تر پوښتنې لاندې راولي. د سرچینو په وینا، د هېواد د پوهنتونونو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې محصلین پوهنتون ته له داخلېدو او تحصیلي بهیر له پيلېدو وروسته، د خپلې علمي کچې او استعداد ثابتولو لپاره له بلې عمومي ازموینې سره مخ کېږي. طالبانو تر اوسه پورې د دې کار په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سرچینو امو ته تایید کړې وه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
سرچینې: طالبان په پوهنتون کې له نویو شاملو شویو محصلینو بیاځلي ازموینه اخلي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
سرچینې: طالبان په پوهنتون کې له نویو شاملو شویو محصلینو بیاځلي ازموینه اخلي | آمو ټلویزیون