کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره اونۍ د پاکستان له زندانونو ۱۴۱۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان د بېلابېلو دلیلونو له امله د مختلفو مودو لپاره په زندانونو کې ساتل کېدل. سرچینې زیاته کړې، له يادې ډلې ۱۰۸۳ کسان د تورخم او ۳۳۳ نور د کندهار د سپینبولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یادو کسانو له ثبت وروسته مرستې ترلاسه کړې او بیا خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
بهروزرسانی2026-07-16 08:47:01
خط زمانی
-
Pajhwok
سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-07-16 13:15:05
سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول